
ریاض 20 جولائي (اے پي پي) د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د فرانس اولس مشر سره ټېلي فوني تماس نيولې او په نيس كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې په ځاني او مالي زيان ئې د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كړې۔ باچا سلمان د پېښې غندنه كولو سره واضحه كړه چې د ترهه ګرۍ په ضد مقابله كښې سعودي عرب د فرانس او نړيوالې ورورولۍ سره ولاړ دے۔ ده د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره د نړيوالو هڅو يو كولو اهميت رامخې ته كړو۔ بلخوا د فرانس اولس مشر په نېكه جذبه د باچا سلمان مننه كولو سره باور وركړې چې فرانس د ترهه ګرۍ مخنيوي له د هڅو او په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې ستائنه كوي۔