ریاض ۔ 17 جولائی (اے پی پی) سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير منظور الحق وئيلي دي عبد الستار ايدھي يو انسان نه بلكې يو سوچ ٬ يو فكر او يو نظريه ؤ۔ ايدھي د كوم رنګ ٬ نسل او عقيدې نه لرې د انسانيت خدمت كښې مشغول پاتے شوے او د نړۍ تر ټولو لوئے اېمبولېسن سروس ئې جوړ كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده رياض كښې د نوموړي سماجي كاركن عبد الستار ايدھي په ياد كښې د دعا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ايدھي به د هغه كوچنيانو كوم به چې مور پلار پرېښودل او يا د هغه مور پلار كوم به چې خپلو بچو پرېښودل د سرپرست كردار ترسره كولو۔ هغه مريض د چا چې څوك خيال كوؤنكي نه ؤ ايدھي به د هغوي خيال ساتلو۔ د ده د مركز دروازی هر وخت پرانستلې وې۔ سفیر ووئيل ايدھي مركز د لاوارث كوچنيانو كور ؤ چرته چې په 1999 ء كښې 22 زره لاوارث كوچنيان وو۔ اوس به ددې شمېره يقينا زياته وي۔ ایدھی صاحب ټول هېواد كښې نزدې 400 ایدھی مركزونه جوړ كړل۔