د فرانس سوئېلي ښار نیس کښې د ملي ورځې لمانځنې په دستوره كښې يوه لارۍ د خلكو په ګڼه ګوڼه بېول شوې۔ د مېرمنو او كوچنيان په شمول لږ تر لږه 80 مړه او لسګونه نور ټپيان د امريكا او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا د پېښې غندنه د فرانسيسي اولسمشر عراق او سوريه كښې د ترهه ګرو په ضد د كاروايو تند كولو اعلان

پېرس ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د فرانس په سوئيلي ساحلي ښار نېس كښې يو تن خپله لارۍ د ملي ورځې لمانځنې په دستوره كښې په ګډون كوؤنكو د بره بېولې چې په نتيجه كښې ئې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول لږ تر لږه 80كسان مړه شوي۔ فرانسيسي اولس مشر فرانسو اولاند پېښه په ظاهري توګه د ترهګرۍ كاروائي ګرځولو سره وئيلي فرانس به عراق او سوريه كښې د ترهګرو په ضد كاروائۍ تند كړي۔ ده د جمعې په سهار قام ته خپل خطاب كښې هېواد كښی وړاندې څخه نافذ كړې شوي بېړني حالت د درې مياشتو پراختيا اعلان كړه۔ د فرانس پوليس له مخې دا پېښه د ځائي وخت مطابق د شپې20دقيقې كم 11 بجې رامخې ته شوه۔ دا پوليس ترمخه دا لارۍ تيونسي نژاد فرانسيسي وګړي چلوله۔ د پوليس ترمخه د لارۍ ډرائيور په دې مهال ډزې هم وكړی۔