د جنورۍ نه د صنعتونو لپاره برېښنا درې روپې يونټ ارزان كړے شوے۔د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان قامي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي صنعتونو له د جنورۍ وړومبۍ نېټې څخه د برېښنا يو يونټ درې روپۍ ارزان كړے شوے دے٬برآمد كونكو له د بانكونو څخه په تاريخ كښې په كمه بيعه قرض وركولې كېږي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال خرم دستګير ووئيل وزيراعظم تېرو ورځو كښې پنځه ساعته برآمد كونكو سره ملاقات كړے٬د دوي مسئلې يې واورېدې٬د جنورۍ وړومبۍ نېټې څخه د صنعتونو لپاره د برېښنا د يو يونټ درې روپۍ كم كړے دے۔ده ووئيل برآمد كونكو ته د بانك په تاريخ كښې په كم شرح قرض وركولې شي۔ده ووئيل كال 16-2015 كښې د كاټن پېداوار 1 كروړ 13 لكه 80 زره تر لاسه كيدو هيله ده۔ده ووئېل كال 14-2013 كښې د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زيات برآمدات 25 ارب ډالره رېكارډ كړے شوے۔په كال 2015 كښې 23 اربه 88 كروړه 50 لكه ډالره برآمدات رامخې ته شوي وو ۔