پيپلز ګوند په پنځ كاله كښې د آزاد كشمير اولس سره ناانصافي او بې لوظي كړې٬كومه پېسه چې وفاق آزاد كشمير ته وركړی كه دا په پرمختګ لګولې شوې وه نو آزاد كشمير به د نړۍ په نقشه رول ماډل ؤ

چكسواري(اسلام ګړھ) 04 جولائي (اے پي پي)سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي د آزاد كشمير اولس به په 21 جولائي د كرپټ٬شوكمار او د اولس حقونه وهونكې له مينځه يوسي٬پيپلز ګوند په پنځه كاله كښې د آزاد كشمير اولس سره ناانصافي او بې لوظي كړې٬كومه پېسه چې وفاق آزاد كشمير ته وركړی كه دا په پرمختګ لګولې شوې وه نو آزاد كشمير به د نړۍ په نقشه رول ماډل ؤ٬د آزاد كشمير چوهدري عبدالمجيد حكومت نه يوازې د اولس باور ته زيان رسولې بلكې د كشمير د آزادي تحريك ته ئې هم زيان رسولې٬چوهدري مجيد د ووټ غوښتو په ځاې بايد اولس څخه معافي وغواړي او سياست پرېږدي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آګړھ چكسواري كښې د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير كارمندانو ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د اولس فرض دي چې هغوي په 21 جولائي شوكمار رد كړي۔ده ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو ته په كال 1947 كښې د قائداعظم په شكل د يو لارښود موقع ترلاسه شوې وه او هغه سمه او په وخت پريكړه وكړه۔ده ووئيل دا يوه موقع ده كومه چې په 21 جولائي د آزاد كشمير اولس لري او د دې پريكړې به ستاسو په راتلونكو نسلونو هم اثر وي۔ده ووئيل چا چې ووټ واخست او بې لوظي يې وكړه هغه اخلاقي مجرم دے او د دوي د اخلاقي جرمونو فهرست ډېر اوږد دے۔ده ووئيل آزاد كشمير كښې د چوهدري عبدالمجيد حكومت د اولس باور سره سره د آزادي تحريك ته هم زيان رسولې