اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) ډهاكه كښې په تر سره شوي ترهه ګر بريد كښې د پاكستان ككړېدو په حقله د هندي مېډيا تورونه د افسوس وړ٬بې بنسټھ٬غېر ذمه وار او اشتعال خورونكې ګرځولو سره پاكستان رد كړې دي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند د هندۍ مېډيا تورونه دروغ او بې بنسټھ ګرځولو سره ووئيل پاكستان دا ډنډوره په سختۍ سره رد كوي۔وياند پھ دې لړ كښې د بنګله دېش د وزيراعظم سلاحكار پروفيسر ګوهر رضوي هغه بيان پلو پام راګرځولو سره ووئيل پروفيسر ګوهر رضوي پخپله د پاكستان د ككړېدو پھ اړه هغه ته منسوب كړې د هندۍ مېډيا هغه بيان څخه لاتعلقۍ ښكاره كړې او دا د هندۍ مېډيا د بدنيتۍ ښكاره ثبوت دے