
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)د خزانې وزارت وفاقي وزير د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په ضد د مني لانډرنګ تورونه رد كولو سره وئېلي دي لاهور هائي كورټ دا كيس په كال 1996مه كښې خارج كړے و۔د جمعې په ورځ جاري شوي يو بيان كښې وياند وئيلي دي تېره ورځ د مېډيا په ځينو برخو كښې رامخې ته شوي تورونه بې بنسټه دي۔وياند سپيناوې كښې ووئېل د مشرف په دور كښې وفاقي حكومت كښې د ګډون لپاره پھ سناتور اسحاق ډار زور راوړولو په خاطر په هغه مقدمه جوړه كړی وه خو دغه كيس په 1996مه كښې په خپله ختم شوے و۔د مشرف په وخت كښې دغه مقدمه بيا ژوندۍ كړې شوه خو په مارچ 2014 كښې لاهور هائي كورټ دغه كيس خارج كړے و۔دا حتمي پريكړه د ډنډورې خاتمې له كافي ده۔وياند ووئيل په 2001 كښې د اسحاق ډار په ضد د اثاثو جوړولو او د دولت راغونډولو يوه بله بې بنسټھ مقدمه په بد نيتۍ جوړه كړی شوه۔وياند ووئيل د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د اثاثو بشپړ معلومات د ټېكس چارواكو او الېكشن كميسون ته په وړكړې شويو معلوماتو كښې موجود دي۔