استنبول04 جولائي (اے پی پی)د تركيې خارجه وزير ميولود چاوش اوغلو وئېلي دي اولس مشر رجب طيب اردوان او اولس مشر ولاديمير پيوټن به د جولائي پھ آخر يا اګست كښې ملاقات كوي۔د تركيې ذريعو له مخې د تركيې خارجه وزارت جاري بيان كښې وئيلې دې د تركيې روسيې سره اړيكې په سم لورې روانې دې او ډېر زر به اولس مشر رجب طيب اردوان د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات وكړي۔چاوش اولو د روسيې سره د قدرتي ګاز د لوظ نامې پھ اړه ووئيل مونږ دې لوظ نامې لپاره هر وخت چمتو يو ځكه چې دې سره به زمونږ هېواد ته ګټھ ورسي