اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګېلانې د ضلع بنو په فتح خېل پوليس تهاڼه د ترهګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده چې په نتيجه كښې ئې پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ د غندنې خپل بيان كښې سيد يوسف رضا ګېلاني په بريد كښې شهيد شويو پوليس اهلكارو ته پېرزئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاکستان د امنيتي ځواكونو او …
د سېنېټ چیئرمین په بنو كښې د ترهګرۍ بريد وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګېلانې د ضلع بنو په فتح خېل پوليس تهاڼه د ترهګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده چې په نتيجه كښې ئې پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ د غندنې خپل بيان كښې سيد يوسف رضا ګېلاني په بريد كښې شهيد شويو پوليس اهلكارو ته پېرزئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاکستان د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔ ده غمجنيو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره شهيدانو له د لوړو درجو او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ د سېنېټ چیئرمین ووئېل د ترهګرۍ دا ډول بزدلانه پېښې د ترهګرۍ په ضد د قام عزم كمزورې كولې نشي۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې ټول قام د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې خپلو امنيتي ځواكونو سره د غر په څير ټينګ ولاړ دے۔











