وفاقي وزير محسن نقوي بنو كښې په فتح خېل چوكۍ ځانمرګے بريد وغندلو

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په فتح خېل چوكۍ ترسره شوې ځانمرګې بريد په سختو ټكو كښې غندلو سره شهيد شوو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي وكړه او ژوبل شوو له يۍ د زر روغتيا دعا وكړه۔ محسن نقوي ووئيل د …

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په فتح خېل چوكۍ ترسره شوې ځانمرګې بريد په سختو ټكو كښې غندلو سره شهيد شوو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي وكړه او ژوبل شوو له يۍ د زر روغتيا دعا وكړه۔ محسن نقوي ووئيل د ترهګرۍ په ضد د خېبر پښتونخوا پوليس په فرنټ لائن دے۔ ده ووئيل د فرض ترسره كولو په مهال ځانونه قربان كوونكو د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس شهيد اهلكارو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔