لاهور ۔10مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره ټېلېفوني خبرو كښې په بنو پوليس چوكۍ د ترهګر بريد په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې د ترهګرو په ضد به صوبائي حكومت سره هره ممكنه مرسته كوو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …
د وزيراعظم وزير اعلی سهېل آفريدي سره ټېلېفوني خبرې ، بنو كښې په پولیس چوکۍ ترهګر بريد كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
لاهور ۔10مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره ټېلېفوني خبرو كښې په بنو پوليس چوكۍ د ترهګر بريد په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې د ترهګرو په ضد به صوبائي حكومت سره هره ممكنه مرسته كوو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سهېل آفريدي سره ټېلېفوني خبرو كښې تېره ورځ بنو كښې په پوليس چوكۍ د ترهګرو بريد سخته غندنه وكړه۔ وزیراعظم د ترهګرۍ پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو لپاره د لوړو درجو او د هغوي كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم په پېښه كښې ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد به صوبائي حكومت سره هر ډول مرسته كولې شي۔ دواړو لارښودو د ترهګرۍ په ضد مبارزه كوونكي پاك پوځ ٬ امنيتي ځواكونو او پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كړې او هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه خاتمې له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔











