دښمن دې ځان خبر كړي كه د پاکستان خلاف بيا كوم ګام پورته كړے شو نو اثرات به يې  محدود نه٬ ډېر خطر ناک، پراخه او  تکلیف وركونكې وي دہ ،د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د معرکه حق  وړومبۍ یادګارۍ دستورې ته خطاب

 پنډۍ ۔10مئی (اے پي پي)د پوځ سر لښكر  و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر نشان امتیاز (ملټري)، هلال جرات وئېلي دي نن  پاکستان د خپلې موثره ، ذمه واره او غیر جانبداره سفارتي کارۍ د لارې  د تاریخي  امن خبرو اترو  كوربتوب كوي  ،دښمن دې خبر وي د  پاکستان خلاف د بيا لپاره د يرغل به اثرات محدود نه وي بلکې ډېر خطر ناک، پراخه  او …

 پنډۍ ۔10مئی (اے پي پي)د پوځ سر لښكر  و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر نشان امتیاز (ملټري)، هلال جرات وئېلي دي نن  پاکستان د خپلې موثره ، ذمه واره او غیر جانبداره سفارتي کارۍ د لارې  د تاریخي  امن خبرو اترو  كوربتوب كوي  ،دښمن دې خبر وي د  پاکستان خلاف د بيا لپاره د يرغل به اثرات محدود نه وي بلکې ډېر خطر ناک، پراخه  او تکلیف وركونكې به وي ،مونږ به د هر بے ګناہ پاکستاني د وينې بدل اخلو او  د ترهه ګرۍ  خلاف دا جنګ به تر وروستي ترهه ګر روان وي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د  معرکه حق د وړومبۍ یادګاري دستورې ته تاریخي  خطاب كښې وكړه ۔ ده ووئېل  په معرکه حق، آپریشن بنیان مرصوص كښې د  لوي څښتنن په رضا پاکستان، اولس او وسله وال پوځ  ته يوه ځانګړې  کامیابي تر لاسه شوه  ،معرکه حق د دوو نظریاتو تر مينځه  پرېكنده معرکه وه چې پكښې حق فتح ومونده او باطل د هزیمت سره مخ شو۔فیلډ مارشل ووئېل هند دا خوب   وينې  چې هغه به پاکستان د عسکري جارحیت او سفارتي تنهائۍ سره به مخ كولو منطقه كښې د طاقت توازن بدل كري   ، د هغه دا خوب د هغه د قد قامت او  صلاحیت نه ډېر بالا دے   كوم به چې باكستان كله هم تعبير له ورنه كړي ۔ده ووئېل زه  د معرکه حق ټولو شهداء او غازیانو په خاص توګه شهیدو شوو تش لاسي مېرمنو  ، مشرانو او معصومو كوچنيانو ته د ټول قام او پوځ  د اړخه پېرزوئنې وړاندې كوم ، مونږ د خپلو  شهداء قربانۍ امانت ، د خپل طاقت ذمه واري او خپله بريا د  خدائےپاك احسان ګڼو۔فیلډ مارشل ووئېل د اولس او قامي قومی قیادت دا پیغام دے چې د هېواد په خود مختارۍ ، سرحدي سلامتيا او  قامي وقار  به كومه سودا قبول نه كړو ، هند ته د دې جنګ په نتيجه كښې سخت ځاني او مالي  زيان وربغاړه شو د كوم  قیمت به جې په راتلونكو وختونو پورې دغسې پورته كوي ،فتح میزائلو او  د پاک فضائیه  بازانو  د دښمن د  26  نه زيات عسکري اهداف په کامیابۍ سره په نخښه كړل ۔ فیلډ مارشل ووئېل الحمد اللہ ! انن د پاكستان  دفاع د كوم هم بهرني جارحیت خلاف په بشپړ توګه ناقابل تسخیر ده  ،دښمن دې خبر وي ! د پاکستان خلاف د بيا لپاره يرغل به  اثرات محدود نه وي  بلکې دېر  خطر ناک،  پراخه او تکلیف وركونكې به وي دہ ۔ده ووئېل په حاضر وخت او د سباون جنګونه به په ملټي ډومین آپریشنز مشتمل وي چې پكښې به تر لرې  ويشتونكې وسلې  ،ډرونز ،سائبر او آرټیفشل انټیلی جنس كارولې كېږي ،د  پاکستان پوځ جدید تقاضو سره سمولو لپاره د ډیفنس فورسز هیډکوارټرز جوړ كړے شوے دے  ۔ده ووئېل  د پاکستان د ورور اسلامي هېواد سعودي عرب سره سټریټجک  دفاعي لوظنامه زمونږ د سفارتي کامیابیو يو  عظیم سنګ میل دے ،نن  پاکستان د خپلې موثر ، ذمه وارہ او غیر جانبداره سفارت کارۍ د لارې د تاریخي امن خبرو اترو كوربتوب كوي ، د پاکستان سره روایتي جنګ  ناممکن ګڼلو تر مخه هند يو ځل بيا  ایک بار د ترهه ګرۍ  د يوې ناوړه روش    سهارا ګوري، افغانستان دې پخپه خاوره د ترهه ګرۍ د مركزونو او ژالو   مکمل خاتمه وكړي۔فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئېل زه  پاکستان د  خیبر پښتونخوا او بلوچستان مېړني  اولس  ، پوځ  او د قانون نافذ کونكو ادارو ټولو همت لرونكو او  نرانو اهلکارو ته سلام كوم ،مونږ به د هر  بے ګناہ پاکستاني د وينې بدل اخلو  او  د ترهه ګرۍ خلاف  به دا جنګ تر وروستي ترهه ګر تر خاتمې روان وي۔فیلډ مارشل ووئېل مونږ به په هر ډكر د  کشمیري اولس سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو ،زمونږ منزل هغه مقام دے  د كوم خوب چې زمونږ اسلاف ليدلے ؤ ، د پاکستان شين سپوږمۍ لرونكےبېرغ  د امید استعارہ ده  او د دې  وسله  وال پوځ منظم او هره لمحه چمتو ولاړ دے ۔ ده ووئېل  پاکستانے قام زمونږ  طاقت دے او او مونږ د قام قوت يوو ،د پاکستان سباون انشاء اللہ ډېر روښانه او تاب لرونكے دے  ، چې كله  حق او باطل مقابل وي نو ګته عمر له د حق  مقدر ګرځي، پاکستان پرون هم  ناقابل تسخیر ؤ او بيا به هم وي ۔دستوره كښې ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او  نیول چیف ایډمرل نوید اشرف هم ګډون كولو۔ د وسله والو ځواكونو مشرانو د اړخه د شههيدانو په یادګار ګلونه كېښودلې شول او د دريو واړو وسله والو ځواكونو چمتو ډلو سلامي وركړه ۔