علامه اقبال مسلمانانو ته د خودۍ٬ بېدارۍ او عمل پېغام وركړو: د كورنيو چارو وفاقي وزير

اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ختيز شاعر علامه اقبال ته په درنو ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې علامه اقبال مسلمانانو ته د خودۍ ٬ بېدارۍ او عمل پېغام وركړو او نن هم دغه پېغام خپلولو ته زياته اړتيا ده۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د اقبال د فكر بنيادي نقطه د اسلامي نړۍ اتحاد و۔ د اقبال په نزد مسلمانان …

اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ختيز شاعر علامه اقبال ته په درنو ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې علامه اقبال مسلمانانو ته د خودۍ ٬ بېدارۍ او عمل پېغام وركړو او نن هم دغه پېغام خپلولو ته زياته اړتيا ده۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د اقبال د فكر بنيادي نقطه د اسلامي نړۍ اتحاد و۔ د اقبال په نزد مسلمانان په شان د يو وجود دي او د دوئي طاقت په اتحاد ٬ ورورولۍ او ګډ مقصد كښې پټ دے۔ علامه اقبال مسلمانانو ته احساس وركړو چې غلامي تقدير نه بلكې كمزوري ده كومه چې د خودۍ او عمل د لارې بدلېدې شي۔ ده ووئيل په نني دور كښې د اقبال د اتحاد او خودۍ پېغام زيات اهميت اختيار كړے دے۔ مونږ له به خپل انفرادي او اجتماعي ژوند د اقبال د فكر له مخې كول وي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د اقبال پېغام عام كول او په دې عمل كول وي۔ راځۍ چې لوظ وكړؤ چې مونږ به د اقبال افكار د خپلې قومي پالېسۍ ٬ ترجيحاتو او اجتماعي طرز فكر برخه جوړوو۔

مزید خبریں