علامه اقبال د نيمي اوچي مسلمانانو له د جلا هېواد شعور وركړې، سېنېټره روبينه خالد

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د بےنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټري روبينه خالد د علامه اقبال د تلين په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې مفکرِ اسلام علامه اقبال د يو وقار لرونكي او خپلواكه پاکستان خوب ليدلې و ٬ د اقبال د پاكستان تصور د يو فلاحي او په انصاف د اډانه رياست عکاسي كوي۔ سېنېټري روبينه خالد ووئيل د ختيز شاعر خوب نن هم …

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د بےنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټري روبينه خالد د علامه اقبال د تلين په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې مفکرِ اسلام علامه اقبال د يو وقار لرونكي او خپلواكه پاکستان خوب ليدلې و ٬ د اقبال د پاكستان تصور د يو فلاحي او په انصاف د اډانه رياست عکاسي كوي۔ سېنېټري روبينه خالد ووئيل د ختيز شاعر خوب نن هم زمونږ د قومي هلو ځلو جهت ټاكي۔ علامه اقبال د نيمي اوچي مسلمانانو له د يو جلا هېواد شعور وركړو۔دې ووئيل د مفکرِ پاکستان پيغام د خوددارۍ ، عمل او يو والي و۔ دې زياته كړه چې د اقبال خوب د يو قوي ، سوكاله او وقار لرونكي پاکستان بنياد دے۔ دي ووئيل مونږ له به د اقبال د افکارو په رڼا كښې پاکستان په حقيقي معنو كښې فلاحي رياست جوړول وي،مفکرِ اسلام مسلمانانو ته د بيدارۍ او خود انحصارۍ لاره ښودلې۔ د ختيز شاعرِ فلسفه د ځوانانو لپاره د هيلې او حوصلې پيغام دے۔۔

مزید خبریں