د شاعر مشرق علامه محمد اقبال افکارو محکوم قام ته بيدارۍ، خود اعتمادۍ او د پرله پسې هلو ځلو شعور وركړو٬ په نننۍ قامي او نړيواله وضعه كښې د اقبال پېغام مونږ لپاره غېر معمولي اهميت لري۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوم اقبال پېغام

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مفکر اسلام ، شاعر مشرق او مصور پاکستان علامه محمد اقبال رحمه الله ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شاعر مشرق علامه محمد اقبال افکارو محکوم قام ته بيدارۍ، خود اعتمادۍ او د پرله پسې هلو ځلو شعور وركړو٬ په نننۍ قامي او نړيواله وضعه كښې د اقبال پېغام مونږ لپاره غېر معمولي اهميت لري۔ د نهې …

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مفکر اسلام ، شاعر مشرق او مصور پاکستان علامه محمد اقبال رحمه الله ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شاعر مشرق علامه محمد اقبال افکارو محکوم قام ته بيدارۍ، خود اعتمادۍ او د پرله پسې هلو ځلو شعور وركړو٬ په نننۍ قامي او نړيواله وضعه كښې د اقبال پېغام مونږ لپاره غېر معمولي اهميت لري۔ د نهې په ورځ د “يوم اقبال” په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د ټول قام لخوا علامه محمد اقبال رحمة الله ته د زړه د خلاصه پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم ووئيل دې كښې شك نشته چې علامه اقبال د نيمې وچې د مسلمانانو محسن او عظيم فکري لارښود ٶ٬ علامه اقبال د خودۍ، عمل، ايمان او فکري آزادۍ پيغام وركړې، د علامه اقبال افکارو يو محکوم قام ته د بيدارۍ، خود اعتمادۍ او د پرله پسې هلو ځلو شعور وركړې ٶ۔ ده ووئيل نن په قامي او نړيواله وضعه كښې د ھغوي پېغام مونږ لپاره غېر معمولي اهميت لري٬ فکري انتشار، انتها پسندي، معاشرتي عدم برداشت د دې خبرې متقاضي دي چې مونږ خپل انفرادي او اجتماعي ژوند د علامه اقبال د فکري تربيې په لاره سم كړو، علامه اقبال د محبت، اخوت او د ملت بيداري د ژوند مقصد ګرځولې۔ وزيراعظم ووئيل د علامه اقبال د نظرياتو په رڼا كښې سوله ايز، اتحاد، علم، کردار او د انصاف په مضبوط بنيادونو جوړ پاکستان زمونږ سباون دے۔ ده ووئيل چې حكومت هېواد څخه د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او د فرقه واريت بشپړه خاتمه او يو متعدل او همكاره ټولنې جوړولو عزم لري۔ وزيراعظم ورياد كړل چې علامه اقبال د زلمي كول تربيې ته خاص پاملرنه كوله٬ ځوانان ئې د ملت سرمايه او د سباٶن معمار ګرځولي٬ زلمي كول د علم، هنر، کردار، خود دارۍ او د حب الوطنۍ په لاره روانول قامي سباٶن لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل حكومت په دې خبره باور لري چې تعليم په فکري، اخلاقي او قامي بنيادونو د سمولو نه غېر د قامي پرمختګ خوب نشي رښتيا كېدې٬ د دغه نظريې له مخې ځوانان اختيار مند جوړول٬ دوي جديد سكل سره همكاره كول او په قامي پرمختګ كښې د دوي كردار مضبوطولو لپاره ضروري اقدامات كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاکستان ځوانان كه د فکر اقبال څخه لارښودنه ترلاسه كړي نو هېواد د پرمختګ٬ استحكام او وقار نوې منزلونه سركولې شي٬ ځوانانو سره ټول قام لپاره هم علامه اقبال د اميد او پرله پسې مخ په وړاندې تګ درس وركړې كوم چې زمونږ د قامي هيلو ترجماني كوي۔ ده ووئيل د اقبال ورځ په موقع راځۍ چې دا لوظ وكړو چې د اقبال افکار د خپل قامي پاليسو، تعليمي ترجيحاتو او اجتماعي طرز فکر برخه جوړ كړو او د داسې پاكستان جوړولو لپاره كار وكړٶ كوم چې د يو تابنده سباون ضامن وي٬ انشاءالله۔

مزید خبریں