د چينائي ژبې ورځ نړۍ كښې د لساني تفهيم نړيوال اهميت په ډاګه كوي: د صدر مملكت پېغام

اسلام آباد۔20اپرېل (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د چينائي ژبې ورځ په نړۍ كښې د لساني تفهيم نړيوال اهميت په ډاګه كوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د چينائي ژبې ورځې په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل په پاكستان كښې د چينائي ژبې په زده كولو كښې خوښي ورځ په ورځ سوا كيږي، په خاص توګه په …

اسلام آباد۔20اپرېل (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د چينائي ژبې ورځ په نړۍ كښې د لساني تفهيم نړيوال اهميت په ډاګه كوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د چينائي ژبې ورځې په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل په پاكستان كښې د چينائي ژبې په زده كولو كښې خوښي ورځ په ورځ سوا كيږي، په خاص توګه په پوهنتونونو كښې اوس باقاعده تدريسي پروګرامونه معارفي او عملي كړې شوي دي۔ د کراچی پوهنتون او پنجاب پوهنتون په څير ادارو سره سره اوس د اسلام آباد په نمل پوهنتون كښې هم زده كوونكو ته د درجه بندۍ له مخې د تدرېس ، سرټیفیکېشن کورسز او كلتوري پوهاوي موقعې وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل په سندھ كښې د كراچي پوهنتون’کنفیوشس انسټی ټیوټ‘ د چينائي ژبې د يو لوے مركز په توګه كار كوي ۔ صدر مملكت ووئيل زياتو ځوانانو لپاره چينائي ژبه اوس يوازې شوق نه بلكې د تعليم ، تجارت او تکنیکی همكارۍ موقعو سره تړلې ده۔ دا يو داسې عملي مهارت وړاندې كوي كوم چينائي كمپنيو ٬ سكالرشپ پروګرامونو او بېلو څانګو كښې ګډو منصوبو سره تړون مضبوطولو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ ده ووئيل ژبې ته لاس رسي بايد آسانه او منظمه وي دغسې چې دا حقيقي ضرورتونه ترسره كړي او د دواړو هېوادونو ترمينځه عملي همكاري زياته مستحكم كړې شي۔

مزید خبریں