اسلام آباد 20اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري بنو كښې په کامياب انټيلي جنس بېسډ آپرېشن سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند په ملاتړ كښې د فتنه الخوارج مهمو ترهګرو په وژلو د هغوي ستائنه وكړه۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې د خوارجو د مشر او د ځانمرګي بريد كوٶنكي …
صدر مملکت آصف علي زرداري په بنو كښې په کامياب آپريشن سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 20اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري بنو كښې په کامياب انټيلي جنس بېسډ آپرېشن سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند په ملاتړ كښې د فتنه الخوارج مهمو ترهګرو په وژلو د هغوي ستائنه وكړه۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې د خوارجو د مشر او د ځانمرګي بريد كوٶنكي وژل د سکيورټي فورسز د وظيفائي پوهې او مړانې څرګندونه ده۔ صدر آصف علي زرداري وويل چې په داسې وخت كښې كله چې پاكستان خپل ټول طاقت د منطقې او نړيوال امن ترلاسه كولو لپاره استعمالوي زمونږ دښمن د ترهګرۍ د لارې زمونږ دا هڅې كمزورې كول غواړي۔ صدر مملکت ووئيل مونږ د امن او اسلام دښمنانانو سازشونه ناكامه كوٶ۔ ده ووئيل د بهرنۍ لاس وهنې له امله د كېدونكې ترهګرۍ په ضد جنګ به جاري وي۔










