د امنيتي ځواكونو په بنو كښې عمليات، د فتنه الخوارج دوه ترهګر ووژل شول

پېنډۍ 20 اپرېل (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بنو كښې په استخبارات اډانه عملياتو كښې د هند ملاتړ لرونكې فتنه الخوارج دوه خوارج وحيد الله عرف مختيار او يو ځانمرګے بمبار وژلي۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې سکيورټي فورسز په ضلع بنو كښې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع په استخبارات اډانه يو اپرېش وكړو٬ د اپرېشن په مهال …

پېنډۍ 20 اپرېل (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بنو كښې په استخبارات اډانه عملياتو كښې د هند ملاتړ لرونكې فتنه الخوارج دوه خوارج وحيد الله عرف مختيار او يو ځانمرګے بمبار وژلي۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې سکيورټي فورسز په ضلع بنو كښې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع په استخبارات اډانه يو اپرېش وكړو٬ د اپرېشن په مهال د ډزو د تبادلې نه پس د هند ملاتړ لرونكي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي دوه خوارج مشر وحيد الله عرف مختيار او يو ځانمرګے ووژلے شو۔ دوي څخه ځانمرګے جېكټ٬ وسله او ګوله بارود برآمد كړے شول٬ وحيد الله د مطلوب ترهګرو په فهرست كښې شامل ٶ او د امنيتي ځواكونو د اهلكارو او د بې ګناه وګړو د شهادت پشمول د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ملوث ٶ او د 21 فروري كال 2026 په بنو ضلع كښې د ځانمرګي بريد مركزي هېنډلر هم ٶ د كوم په نتيجه كښې چې ليفټيننټ کرنل ګل فراز شهيد شوے ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې دا عمليات نه يوازې د ھغه ناوړه عمل بدله ده بلكې په دې اپرېشن كښې مركزي تورن خپل انجام ته رسولے شوے دے٬ د سکيورټي فورسز په وخت د كاروايۍ په نتيجه كښې يوه لويه پېښه ناكامه كړې شوې هم ده او په سيمه كښې د موجود نورو ترهګرو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دے او سکيورټي فورسز او قانون نافذ کوٶنكې ادارې به د نيشنل ايکشن پلان له مخې فيډرل اېپکس کمېټۍ څخه د منظور كړې شوې وژن “عزمِ استحکام” له مخې په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې خپلې بشپړې كارروائۍ جاري ساتي۔

مزید خبریں