د تجارت وفاقي وزير سره پاكستان كښې د ایتھوپیا سفیر ملاقات ، شريكو منصوبو او سېلګرۍ كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

اسلام آباد۔20اپرېل (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره په پاكستان كښې د اېتھوپيا سفير ډاكټر عمېر حسېن اوبا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ٬ صنعتي همكارۍ او سيمه ايز تړون مضبوطولو له د نوو لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو په سرعت د اطمينان څرګندونه وكړه او دا يۍ په عملي او …

اسلام آباد۔20اپرېل (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره په پاكستان كښې د اېتھوپيا سفير ډاكټر عمېر حسېن اوبا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ٬ صنعتي همكارۍ او سيمه ايز تړون مضبوطولو له د نوو لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو په سرعت د اطمينان څرګندونه وكړه او دا يۍ په عملي او نتيجې وركوونكې همكارۍ كښې د بدلولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر په اسلام آباد كښی د يو ګڼ هېواديزه كاروباري فورم تابيا كولو وړاندېز وركړو په كوم كښې به چې مشرقی افریقائي هېوادونو ته د پاكستان د صنعتي صلاحيتونو پخپله د مشاهدې كولو بلنه وركړې شي۔ جام کمال د هېواد د وړې او منځومانې درجې انټرپرائز(اېس اېم ای) په څانګه زور راوړو كومه كښې چی كورني آلات ، انجینئرنګ مصنوعات، زرعی مشینری او نورو د استعمال توكي تيارولې شي۔ وفاقي وزير د ایتھوپیا پلاوي ته د سيالكوټ دورې بلنه وركړه ۔ ده ووئيل د سیالکوټ چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری په مشرۍ كښې د ښار سوداګره ورورولي په آزادانه توګه انفراسټركچر جوړوي۔ د افريقائي بندرګاهونو څخه د فیډر وېسلز دلارې د نېغ په نېغه سمندري رابطو زياتولو تجويز وركړو چې ورسره ټرانزټ ټائم 10-12 ورځو څخه كمېدو سره يوازې 2-3 ورځې پاتې كېدې شي۔ ډاكټر عمېر حسېن اوبا وفاقي وزير ته ووئيل چې د اېتھوپيا د يو سنګل كنټري نمائش د دې كال تر پايې په اسلام آباد كښې د كولو منصوبه لرؤ۔ د تجارت وزير ددې اقدام هركلے وكړو او دا يۍ دوه اړخيزه تجارتي اړيكې مضبوطولو پلو يو مهم ګام وګرځولو۔ سفیر زياته كړه چې ایتھوپیئن ایئرلائن لاهور لپاره د نېغ په نېغه پروازونو پېل كولو منصوبه جوړوي۔ سفير د پاكستان د معاشي پرمختګ ستائنه وكړه او د هېود هنرمند انسانيو وسائلو څانګې يۍ اعتراف وكړو دواړو په دې خبره اتفاق وكړو چې دواړه هېوادونه مېنوفېكچرنګ او سېلګرۍ ته وده وركولو سره سره مهمې اقتصادي موقعې پرانستلې شي۔ دوئي اقتصادي همكارۍ د ودې وركولو خپل عزم پخلے هم وكړو

مزید خبریں