پاكستان به د خپلو ملګرو هېوادونو په مرسته منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له خپلې مخلصانه او جدي هڅې روانې ساتي: د وزيراعظم شهباز شريف ايراني صدر مسعود پزشكيان سره ټېلېفوني خبرې

اسلام آباد۔20 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستان به د خپلو ملګرو هېوادونو په مرسته په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له خپلې مخلصانه او جدي هڅې روانې ساتي۔ دا خبره هغه تېره ورځ د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نزدې پنځه څلوېښت دقېقې …

اسلام آباد۔20 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستان به د خپلو ملګرو هېوادونو په مرسته په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له خپلې مخلصانه او جدي هڅې روانې ساتي۔ دا خبره هغه تېره ورځ د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نزدې پنځه څلوېښت دقېقې جارې پاتې شوې دوستانه خبرو كښې دواړو لارښودو د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د صدر پزشکیان او ايراني مشرتابه مننه وكړه چې هغوي په 11-12 اپرېل 2026 اسلام آباد كښې مذاكراتو لپاره د اعلی كچې يو پلاوې راولېږلو د كوم مشري چې اسپيكر باقر قالیباف او خارجه وزير عباس عراقچي كوله۔ وزيراعظم د ايران صدر د سعودي عربستان، قطر او تركيه په شمول د بېلو هېوادونو نړيوالو لارښودو سره د خپلو اوسنيو ملاقاتونو په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل دا رابطې په منطقه كښې تلپاتې امن په ځائې كولو له د مذاكراتو او سفارتكارۍ د عمل په حق كښې اتفاق رايې پېدا كولو كښې زياتې مرستياله ثابت شوې دي۔ وزیراعظم د روانې اونۍ په مهال فيلډ مارشل عاصم منېر سره د تهران دورې په مهال په شوو رغنده خبرو هم د ايراني صدر وكړه۔ وزیراعظم ددې عزم پخلې وكړو چې پاكستان به د خپلو ملګرو هېوادونو په مرسته په منطه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له خپلې مخلصانه او جدي هڅې روانې ساتي۔ ده ايراني سپریم لیډر آیت اللہ مجتبیٰ خامنه ای لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ صدر پزشکیان امن لپاره په هڅو كولو كښې د پاكستان په مضبوط عزم د وزیراعظم او فیلډ مارشل مننه او ددې باور څرګندونه وكړه چې د ایران او پاکستان ترمينځه اړيكې به په راروانو ورځو كښې لا مضبوطې او مستحكم شي۔

مزید خبریں