د ايران صدر مسعود پزشکیان سره منطقه كښې په بدلېدونكې وضعه دوستانه او رغنده خبرې وشوې: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔20 اپرېل (اے پی پی):وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د هغه ايراني صدر مسعود پزشكيان سره په منطقه كښی په بدلېدونكې وضعه دوستانه او رغندنه خبرې وشوې۔ تېره ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد كښې تاريخي مذاكراتو لپاره د ايران د اعلی كچې پلاوي ګډون او په دې وروستيو كښې سيد عاصم منېر سره په تهران كښې شوې خبرې وستائلې۔ وزیر …

اسلام آباد۔20 اپرېل (اے پی پی):وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د هغه ايراني صدر مسعود پزشكيان سره په منطقه كښی په بدلېدونكې وضعه دوستانه او رغندنه خبرې وشوې۔ تېره ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد كښې تاريخي مذاكراتو لپاره د ايران د اعلی كچې پلاوي ګډون او په دې وروستيو كښې سيد عاصم منېر سره په تهران كښې شوې خبرې وستائلې۔ وزیر اعظم ووئيل ما د ايران صدر د سعودي عربستان ، قطر او تركيه لارښودو سره د خپلو اوسنيو ملاقاتونو په مهال ترلاسه شوو معلوماتو او خيالاتو څخه هم خبر كړو او هغه له مې باور وركړو چې پاكستان د ملګرو هېوادونو ملاتړ او همكارۍ سره په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره د يو مخلص او بې پرې سهولت كار په توګه په بشپړ ډول د خپل كردار ترسره كولو عزم لري۔

مزید خبریں