د پټروليم څانګې په پرله پسې ملاتړ د وزيراعظم مننه كوو٬ بيعې مستحكم ساتلو له اقدامات كولې شي: علي پروېز ملك

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د وزيراعظم مننه كولو سره وئيلي دي چې د پېټرولیم څانګې ملاتړ روان دے او قيمتونه مستحكم ساتلو او توازن برقرار ساتلو له اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل د نړيوالې جنګي وضعې له امله د رامخې ته شوي معاشي فشار باوجود د پاكستان حالت د يو شمېر هېوادونو په مقابله كښې ښه دے۔ يو مقامي ټي وي چېنل سره …

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د وزيراعظم مننه كولو سره وئيلي دي چې د پېټرولیم څانګې ملاتړ روان دے او قيمتونه مستحكم ساتلو او توازن برقرار ساتلو له اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل د نړيوالې جنګي وضعې له امله د رامخې ته شوي معاشي فشار باوجود د پاكستان حالت د يو شمېر هېوادونو په مقابله كښې ښه دے۔ يو مقامي ټي وي چېنل سره خبرو كښې علي پروېز ملك ووئيل حكومت عام وګړي له ترجيح وركوي۔ ده ووئيل په پېټروليم سېكټر كښې استحكام باوري كولو له اقدامات كولې شي او په پالېسي جوړولو كښې اولسي ريليف ته مركزي حېثېت وركولے شي۔ ده ووئيل د روانو اقداماتو مقصد د معاشي چېلنجونو او اولس ضرورتونو ترمينځه توازن رامخے ته كول دي۔ ده زياته كړه چې د هېواد سول او عسكري مشرتابه د خپلو پرله پسې سفارتي هڅو او د پاكستان نړيوال مقام مضبوطولو د هڅو په كولو د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د منځني ختيز په بحران كښی د پاكستان د ثالثۍ كردار په ګرده نړۍ كښې ستائلې شي۔ ده ووئيل هند ٬ بنګله دېش ٬ سري لنكا او نور هېوادونه د نړيوال او سيمه ايز فشار له امله سختو معاشي چېلنجونو سره مخ دي او پاكستان ددې په مقابله كښې دا مهال نسبتا ًمستحكم پوزيشن كښې دے۔ده زياته كړه چې روانې هڅې او پالېسي اقدامات به اولس ته لا آسانۍ وركړي او مجموعي معاشي حالات به ښه كړي۔

مزید خبریں