د اسلام آباد ډپټي كمشنر وګړو ته د قانون سرلوړي باوري كولو او امنيتي ځواكونو سره د مرستې كولو اپيل

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د اسلام آباد ډپټي كمشنر وګړو ته اپېل كړے دے چې هغوي دې د روانې وضعې په مهال امنيتي ادارو سره مرسته وكړي او كوم هم معلوماتو لپاره دې د سركاري سرچينو د لارې ځان خبر ساتي٬ په وفاقي پلازمينه كښې به ټول هېوي او پبلك ټرانسپورټ سروسز تر بل اعلان معطل پاتې كيږي۔ په اېكس او نورو ميډيا پلېټ فارمز جاري كړې خپل پېغام كښی …

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د اسلام آباد ډپټي كمشنر وګړو ته اپېل كړے دے چې هغوي دې د روانې وضعې په مهال امنيتي ادارو سره مرسته وكړي او كوم هم معلوماتو لپاره دې د سركاري سرچينو د لارې ځان خبر ساتي٬ په وفاقي پلازمينه كښې به ټول هېوي او پبلك ټرانسپورټ سروسز تر بل اعلان معطل پاتې كيږي۔ په اېكس او نورو ميډيا پلېټ فارمز جاري كړې خپل پېغام كښی ډپټي كمشنر عرفان نواز مېمن وګړو څخه غوښتتنه وكړه چې هغوي دې د روانې وضعې په مهال امنيتي چارواكو سره بشپړه مرسته وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په وفاقي پلازمينه كښې امنيت باوري كولو له اولسي ملاتړ ضروري دے۔ ده زياته كړه چې اسلام آباد پولېس، رېنجرز او فرنټیئر کور (اېف سی) به كوټلي انتظاماتو سره د امنيتي پلان له مخې تعينات كولې شي۔ د وګړو سهولت او د ترېفك بهير روان ساتل باوري كولو له په بېلو ځايونو ترېفك پوليس هم تعينات كړې شوي دي۔ ده وګړو ته خواست وكړو چې هغوي دې په سركاري هداياتو عمل وكړي٬ امنيتي اهلكارو سره دې تعاون وكړي او نظم وضبط په ځائې ساتلو كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں