اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان په منسټر انكليو اسلام آباد كښې د ماسخوتن ډوډۍ مېلمستيا وكړه په كومه كښې چې سياسي ٬ پارليماني او سماجي لارښودو او سينئر خبريالانو ګډون وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د پخواني وزيراعظم انوار الحق كاكړ په شمول نور مهم شخصيات هم د مېلمستيا دې دستوره كښې شريك شول۔ په دې موقع د هېواد په روانه وضعه ٬ معشيت …
د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان لخوا په منسټر انكليو اسلام آباد كښې د ماسخوتن ډوډۍ مېلمستيا

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان په منسټر انكليو اسلام آباد كښې د ماسخوتن ډوډۍ مېلمستيا وكړه په كومه كښې چې سياسي ٬ پارليماني او سماجي لارښودو او سينئر خبريالانو ګډون وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د پخواني وزيراعظم انوار الحق كاكړ په شمول نور مهم شخصيات هم د مېلمستيا دې دستوره كښې شريك شول۔ په دې موقع د هېواد په روانه وضعه ٬ معشيت او اولسي خېر ښېګړه خبرې وشوې۔ په دستوره كښې ګډون كوونكو شخصياتو د قامي يوالي او مؤثر حكمرانۍ په ضرورت زور راوړو او د وزيراعظم شهباز شريف او د هغه د ډلې اقدامات يۍ وستائل۔ په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او د هغه مشرتابه ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې شوې۔ دغسې د ايران او امريكا ترمينځه تاؤ تريخوالې كمولو كښې د پاكستان كردار وستائلې شو۔ ګډون كوونكو متوازن او فعاله سفارتكاري منطقه كښې امن لپاره مهمه وګرځوله۔










