د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سره د روسيه ٬ آذربائیجان، نیپال، مالدیپ او ازبكستان پلاويو ملاقاتونه

استنبول/اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سره د روسيه ٬ آذربائیجان، نیپال، مالدیپ او ازبكستان پلاويو پ استنبول تركيه كښې د بېن الپارليماني يونين 152 مې عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ملاقاتونه وكړل۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د روسی اسټېټ ډوما چیئرپرسن ویلنټینا میټویینکو او د چين پارليماني پلاوي د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان د مخلصانه كردار ستائنه وكړه۔ دواړو پلاوي …

استنبول/اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سره د روسيه ٬ آذربائیجان، نیپال، مالدیپ او ازبكستان پلاويو پ استنبول تركيه كښې د بېن الپارليماني يونين 152 مې عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ملاقاتونه وكړل۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د روسی اسټېټ ډوما چیئرپرسن ویلنټینا میټویینکو او د چين پارليماني پلاوي د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان د مخلصانه كردار ستائنه وكړه۔ دواړو پلاوي امریکا۔ایران مذاکرات لپاره د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ سپیکر سردار ایاز صادق د تېرو 8 لسريزو په مهال په پرله پسې مرسته كولو د چين مننه وكړه۔ د مالدیپ سپیکر عبدالرحیم هم سپيكر اياز صادق سره ملاقات وكړو۔ د مالديپ سپيكر د خليجي جنګ د لاسه د مالديپ معيشت ته رسېدلي زيان څخه سپيكر اياز صادق خبر كړو۔ ده ووئيل د جنګ دلاسه د زرګونو په شمېر سېلګرو د مالديپ دوره منسوخ كړه۔ سپیکر سردار ایاز صادق خپل مالديپي همڅنګ ته د هرې ممكنه مرسته باور وركړو۔ د آذربائیجان سپیکرې صاحبه غفارووا هم سپيكر اياز صادق سره ملاقات وكړو۔ سپيكر په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د دواړه هېوادونو ترمينځه همكاري او مرسته وستائله۔ د ازبکستان چیئرپرسن تنزیله نربائیوا هم سپيكر اياز صادق سره ملاقات وكړو۔ هغې ووئيل دواړه هېوادونه د كلتور ٬ ژبې او تاريخ په مضبوطو خپلولو يو بل سره تړلي دي۔ دې ثمرقند او بخارا كښې د اسلامي مركز جوړولو دستوره كښې ګډون لپاره سپيكر ته بلنه وركړه۔ د روان توان بحران له امله پاكستان پلاوې په لږو غړو مشتمل دے۔ دوئي د دورې خرڅونه پخپله پورته كوي۔ په پلاوي كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق ٬ د انصاف او وقانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ شامل دے۔ سېنېټر طلحه محمود، سېنېټر عامر ولی الدین چشتی او د قومي اسمبلۍ غړې ډاکټر شرمیلا فاروقی هشام د پلاوي برخه ده۔ په پلاوي كښې انعام اے خان، اسد عالم نیازی او فهیم چشتی هم شامل دے۔

مزید خبریں