پېنډۍ ۔18اپرېل(اے پی پی)فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو پلاوي سره د ایران درې ورځنۍ سركاري دوره بشپړه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پیزشکیان سره ولیدل او د ملي شورا له سپيكر باقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي …
فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ٬ داخله وزير محسن نقوي د ايران درې ورځنۍ دوره ترسره كړه

مزید خبریں
پېنډۍ ۔18اپرېل(اے پی پی)فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو پلاوي سره د ایران درې ورځنۍ سركاري دوره بشپړه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پیزشکیان سره ولیدل او د ملي شورا له سپيكر باقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د خاتم الانبیا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان مېجر جنرل علي عبداللهي سره یې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د ملاقاتونو په مهال په سیمه کښې د دوامداره سولې په ترلاسه کولو تمرکز وشو او د سیمه ایز امنیتي وضعیت، روانو سفارتي مصروفياتو او په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام ته وده وركولو له په همكارۍ د اډانه لرونكو اقداماتو په حاجت زور راوړلے شو۔ فیلډ مارشل د خبرو اترو، د تاوتریخوالي کمولو او د دوامداره ډپلوماتيكي اړیکو له لارې د پاتې مسئلو سوله ایز حل په اړتیا ټینګار وکړو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ایران د مشرتابه او خلکو لخوا د تودې میلمه پالنې ستائنه وکړه۔ هغه د ولسمشر اصف علي زرداري، وزیر اعظم شهباز شریف او د پاکستاني اولس په استازیتوب د ایران مشرتابه ته د زړه له کومې مبارکي او نیکې هېلې وړاندې کولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لا مضبوطولو كښې د پاكستان خوښي تكرار كړه۔ دا دوره د منځنني ختيز تاؤ تريخوالې د مذكراتو دلارې حل كولو او په منطقه كښې امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته وده وركولو له د پاكستان د كوټلي عزم عكاسي كوي۔










