وزيراعظم د سعودي ٬ قطر او تركيه له درې ورځنۍ دورې وروستو هېواد ته راورسېد

لاهور۔ 18اپرېل(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له درې هېواديزې دورې ورسوتو د خالي په ورځ وطن ته راورسېد۔ وزيراعظم د سعودي عربستان، قطر او ترکیې خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال د درې واړو وروڼو هېوادونو د مشرتابه په شمول په انطاليه ډپلومېسي فورم كښې ګډون كوونكو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم ورونړو هېوادونو سره د اړيكو په لا مضبوطولو ٬ …

لاهور۔ 18اپرېل(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له درې هېواديزې دورې ورسوتو د خالي په ورځ وطن ته راورسېد۔ وزيراعظم د سعودي عربستان، قطر او ترکیې خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال د درې واړو وروڼو هېوادونو د مشرتابه په شمول په انطاليه ډپلومېسي فورم كښې ګډون كوونكو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم ورونړو هېوادونو سره د اړيكو په لا مضبوطولو ٬ په منطقه كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان په روانو هڅو او سيمه او نړۍ كښې په روانه وضعه نړيوالو لارښودو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دورې په مهال نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او د وزيراعظم د نړيوالې مېډيا وياند مشرف زېدي هم وزيراعظم سره و۔ دې څخه وړاندې د انطاليه په هوائي ډګر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ډي جي سفير تولګا برمېك ٬ سفیر نیلوفرکیګیسیز، د ترکیې د پارلمان غړي برهان قایاترک او په ترکیه کښې د پاکستان سفیر ډاکټر یوسف جنېد وزراعظم او پاكستاني پلاوي ته په مخه ښه ووې۔

مزید خبریں