اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) پېنډۍ٬ پېښور او د هېواد نور بېل ښارونه د 5.5 شدت زلزلې لړزولي چې له امله يۍ وګړي ويرې واخستل۔ سوات ٬ هنګو ٬ شمالي وزيرستان او د چترال په څير سيمو كښې هم د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سېكل د زلزلې شدت 5.5 ریکارډ كړے شو ژوروالې يۍ 199 کلومیټر او مركز يۍ د افغانستان په هندوكش غرئيزه لړۍ كښې و۔ د …
پينډۍ ٬ پېښور او نورو بېلو ښارونو كښې د 5.5 شدت زلزله

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) پېنډۍ٬ پېښور او د هېواد نور بېل ښارونه د 5.5 شدت زلزلې لړزولي چې له امله يۍ وګړي ويرې واخستل۔ سوات ٬ هنګو ٬ شمالي وزيرستان او د چترال په څير سيمو كښې هم د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سېكل د زلزلې شدت 5.5 ریکارډ كړے شو ژوروالې يۍ 199 کلومیټر او مركز يۍ د افغانستان په هندوكش غرئيزه لړۍ كښې و۔ د زلزلې د لاسه د خېبر پښتونخوا ځينې سيمې ولړزېدې په كومو كښې چې پېښور ٬ چارسده ٬ نوښار ٬ هري پور ٬ ملاكنډ ٬ صوابۍ ٬ خېبر ٬ سوات ٬ بونېر ٬ شانګله او چترال شامل دے۔ چارواكو تصديق كړې چې د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔










