د وزيراعظم شهباز شريف د بېلو هېوادونو ولسمشرانو او نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه

انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شریف د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان، د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د سوریې ولسمشر احمد الشرح او د نورو هېوادونو ولسمشرانو او نړيوالو لارښودو سره غېر رسمي ملاقاتونه وكړل۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د رسنیو څانګې له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې …

انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شریف د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان، د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د سوریې ولسمشر احمد الشرح او د نورو هېوادونو ولسمشرانو او نړيوالو لارښودو سره غېر رسمي ملاقاتونه وكړل۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د رسنیو څانګې له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د نړۍ له مشرانو سره د وزیر اعظم ملاقاتونه د انتالیا ډپلومېسۍ فورم په موقع وشول۔ وزيراعظم د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني او د كوسوو پخواني صدر ويوسا عثماني سره هم ملاقات كړو۔ د پاكستان لخوا منځني ختيز او خليج كښې جنګ بندۍ او امن په ځائې كولو له د هڅو په كولو او د پاكستان د فعاله كردار په ترسره كولو وزيراعظم د نړيوالو لارښودو د توجه مركز پاتے شو۔ په ملاقاتونو كښې په نړیوال او سیمه ایز وضعیت خبرې وشوې۔

مزید خبریں