د صدر مملكت آصف علي زرداري په لبنان كښې د جنګ بندۍ اعلان هركلے

اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په لبنان كښې د جنګ بندۍ اعلان هركلي كولو سره دا په منطقه كښې تاؤتريخوالې كمولو او د امن بحالۍ پلو يو مهم ګام ګرځولے دے۔ ده وئيلي چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره سيمه ايزو او نړيوالو همكارانو سره په فعاله توګه رابطه كښې دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت …

اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په لبنان كښې د جنګ بندۍ اعلان هركلي كولو سره دا په منطقه كښې تاؤتريخوالې كمولو او د امن بحالۍ پلو يو مهم ګام ګرځولے دے۔ ده وئيلي چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره سيمه ايزو او نړيوالو همكارانو سره په فعاله توګه رابطه كښې دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د جمعې په ورځ خبل بيان كښې ووئيل پاكستان د منطقې استحكام ته زيات اهميت وركوي او په دې خبره باور لري چې تلپاتے امن يوازې د مذاكراتو ٬ د خپلواكۍ ګډ احترام او د نړيوالو قوانينو رعايت كولو د لارې ترلاسه كېدې شي۔ د لبنان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان لخوا د پرله پسې ملاتړ پخلي كولو سره صدر مملكت ووئيل په لوئيديزه آسيا كښې تلپاتې امن د شخړو بنيادي حل سره تړلے دے۔ ده ووئيل پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه تاؤ تريخوالي كمولو له سيمه ايزو او نړيوالو همكارانو سره پرله پسې رابطه كښې دے۔ ده ووئيل د امريكا او ايران ترمينځه د روانې دوه اوونيزې جنګ بندۍ په پراخه ګټه كښې لبنان د تحمل څرګندونه وكړه او د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزي وكړې شوه۔ ده ووئيل د جنګ بندۍ كومې هم خلاف ورزۍ په صورت كښې تاؤتريخوالې يو وارې بيا زياتېدې شي۔

مزید خبریں