انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ملاقات وكړو او انطالیا ډېپلومېسي فورم کښې ګډون لپاره په راتګ يۍ د هغه مننه وكړه۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ٬ او خصوصي مرستيال سيد طارق فاطمي هم په دې موقع موجود و۔ د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان …
وزيراعظم سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وليدل ، انطالیا ډېپلومېسي فورم كښې ګډون لپاره په راتګ مننه
انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ملاقات وكړو او انطالیا ډېپلومېسي فورم کښې ګډون لپاره په راتګ يۍ د هغه مننه وكړه۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ٬ او خصوصي مرستيال سيد طارق فاطمي هم په دې موقع موجود و۔ د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان انطالیا ډېپلومېسي فورم کښې په ګډون كولو وزيراعظم ته هركلے ووے۔ هغه ووئيل چې صدر رجب طیب ايردوان د فورم په مهال وزيراعظم سره ملاقات ته سترګې په لاره دے۔ وزیر اعظم شهباز شريف په تود هركلي او په زړه پورې مېلمستيا د ترك خارجه وزير مننه وكړه۔ ده ووئيل دا ما لپاره د خوشحالۍ موقع ده چې زه د خپل دويم كور تركيه په دوره يم۔ په فورم كښې ګډون او صدر رجب طيب ايردوان سره ملاقات مالپاره د اعزاز خبره ده










