اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي)پاكستان په سمجهوته ايكسپرېس بريد كښې ككړ پوځي افسر كرنل پروهيت تهد بريګيډيئر په چوكۍپه ترقۍ وركولو د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د دې غندنه كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځد پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې پهځواب ووئېلد سمجهوته ايكسپريس په بريد كښې ككړ ترهګر هندي پوځي افسر د ترقۍ په خبر مونږ تشويش لرو۔ده …
پاكستان په سمجهوته ايكسپرېس بريد كښې ككړ پوځي افسر كرنل پروهيت ته د بريګيډيئر په چوكۍ په ترقۍ وركولو د اندېښنې څرګندونه
اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي)پاكستان په سمجهوته ايكسپرېس بريد كښې ككړ پوځي افسر كرنل پروهيت تهد بريګيډيئر په چوكۍپه ترقۍ وركولو د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د دې غندنه كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځد پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې پهځواب ووئېلد سمجهوته ايكسپريس په بريد كښې ككړ ترهګر هندي پوځي افسر د ترقۍ په خبر مونږ تشويش لرو۔ده ووئيل چې دا ډول پريكړې په هندي نظام كښې د احتساب په اړه يو منفي او پريشان كن پېغام وركوي او د دېڅخه د 687 بېګناه كورنۍ په غم دړد كښې نوره اضافه شوې كومه چې تقريبا دوه لسيزې وړاندې هند څخه لاهور ته تلوٶنكېټرين كښې په حق رسېدلې وو۔وياند ووئيل چېځپلي او د هغوي كورنۍ د تېرو 20 كلونو راهسې د انصاف په انتظار دي۔ده ووئيل چې د انصاف وركولو په ځاې دا پريكړه دا رجحان پېدا كوي كوم كښې چې انصاف اهميت كمولې كيږي۔وياند ووئيل چې دا د هند لخوا په رياستي سرپرستۍ كښې ترهګري٬ د پاكستان او مسلمانانو په ضد د تشدد كاروائيو په اړه برداشت٬ د هند طرز حكمراني او عدالتي نظام كښې يو جانبدار او امتيازي سوچ په اړه هم د سنګين سوالونه پورته كوي۔










