اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د معدني څانګې پرمختګ او د جيو سائنسي صلاحيتونو ودې لپاره اهمه همكاري پېل كړې٬ د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او پاكستان كښې د برتانيه هائي كمشنرې جين ميريټ په مشتركه توګه د كار استعداد زياتولو پروګرام پېل كړے دے٬ كوم چې په جيولوجيکل سروے آف پاکستان (جي اېس پي) كښې په رسمي توګه پېل شوے دے كوم چې …
د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د معدني څانګې پرمختګ او د جيو سائنسي صلاحيتونو ودې لپاره اهمه همكاري پېل كړه
اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)د پاکستان او برتانيه ترمېنځه د معدني څانګې پرمختګ او د جيو سائنسي صلاحيتونو ودې لپاره اهمه همكاري پېل كړې٬ د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او پاكستان كښې د برتانيه هائي كمشنرې جين ميريټ په مشتركه توګه د كار استعداد زياتولو پروګرام پېل كړے دے٬ كوم چې په جيولوجيکل سروے آف پاکستان (جي اېس پي) كښې په رسمي توګه پېل شوے دے كوم چې د پاكستان او برتانيه ترمېنځه د زياتې شوې مرستې يو اهم سنګ ميل ګرځولے كېږي٬ دا اقدام د برتانيه مالي مرستې څخه جاري REMIT پروګرام له مخئ پېل كړے دے چې پكښې د برتانيه نوموړې جيو سائنس کمپني انټرنيشنل جيو سائنس سروسز (آئي جي ايس ) هم شراكتدار دے٬ دا پروګرام به د اپرېل څخه تر جولائي 2026 دوام لري چې مقصد ئې د جديد نړيوال معيار له مخئ عملي تربيه وركولو سره د جي اېس پي تکنيکي صلاحيت مضبوطول دي۔ په دې موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير علي پروېز ملك د برتانيه حكومت او د هائي كمشنرې مننه كولو سره ووئيل چې په موجودہ نړيواله وضعه او جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالي په هائيډروکاربنز د حد نه زيات د انحصار خطرې يو ځل بيا رامخې ته كړې۔ ده ووئيل په داسې حالاتو كښې جيولوجيکل سروے آف پاکستان په څېر ادارې مضبوطول زيات ضروري دي دغسې چې پاکستان د معدنياتو لټون او سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد جوړ كړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د برتانيه هائي كمشنېرې او د يوے فارن، کامن ويلتھ اينډډيولپمنټ آفس (ايف سي ډي او) د مرستې ستائنه كولو سره ووئيل چې د برتانيه لخوا په بېلو څانګو كښې شراكتداري خوشبينه ده۔ ۔ په دې موقع د برتانيه هائي كمشنرې جين ميريټ د پاکستان په اقتصادي پرمختګ كښې مرسته جاري ساتلو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ دې ووئيل چې پاکستان كښې د معدني وسائلو بلها امكانات موجود دي خو دې څخه بشپړه ګټه پورته كولو لاپره د باور وړ او جديد ډېټا ضرورت دے۔










