پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد نړيوالو او سيمه ايزو همكارانو سره په ګډه د كار جاري ساتلو عزم لري: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حيسن اندرابي وئېلي دي چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او)اصولو٬نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر له مخې د ترهه ګرۍ په ضد اجتماعي هڅو ته وده وركولو لپاره نړيوال او سيمه ايز شراكتدارو سره په ګډه د كار جاري ساتلو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې وكړه۔ ده …

اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حيسن اندرابي وئېلي دي چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او)اصولو٬نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر له مخې د ترهه ګرۍ په ضد اجتماعي هڅو ته وده وركولو لپاره نړيوال او سيمه ايز شراكتدارو سره په ګډه د كار جاري ساتلو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل چې پاكستان دا مهال د شنګهائي مرستې تنظيم د سيمه ايزې ترهه ګرۍ مخ نيوي ډهانچې كونسل مشري كوي او مونږ په دې وروستيو كښې د ازبكستان پايه تخت تاشقند كښې د كونسل 45م غونډې كاميابۍ سره مشري كړې۔وياند ووئيل چې كونسل د شريكې خوښې په چارو تفصيلي غور وكړو چې پكښې سيمه ايزې سلامتيا ته پام شوې۔ ده ووئيل په غونډه كښې كونسل خپلو هلو ځلو سره اړوند ګڼ شمېر دستاويزاتو ته حتمي شكل وركړو دغسې چې دا د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو مشرانو كونسل ته وړاندې كړې شي۔ وياند ووئيل چې كونسل د منځني ختيز په وضعه اندېښنه ښكاره كړه۔ په غونډه كښې په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو لخوا رامخې ته شوې پرله پسې خطرې هم رامخې ته كړې شوې او د ترهه ګرۍ په ضد د مرستې او شريكو هڅو لا قوي كولو په ضرورت زور راوړلے شو۔ده ووئيل چې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د اېس سي او كونسل راتلونكې غونډه به سږ كال ستمبر كښې په پاكستان كښې كيږي۔طاهر حسين اندرابي ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف هېواد په توګه د سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا باوري كولو لپاره قربانۍ وركوي او د شنګهائي مرستې تنظيم اصولو٬نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر له مخې د ترهه ګرۍ په ضد اجتماعي هڅو ته ودې وركولو لپاره نړيوالو او سيمه ايزو همكارانو سره د كار روان ساتلو عزم لري۔