دوحه16اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريفپه قطر او نورو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه كولو سره د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي او ملاتړ باور وركړې او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثانيپه منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمي او سفارتي مكالمې ته په وده وركولو كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس …
وزيراعظم شهباز شريفد قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات٬ په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت تفصيلي خبرې
دوحه16اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريفپه قطر او نورو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه كولو سره د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي او ملاتړ باور وركړې او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثانيپه منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمي او سفارتي مكالمې ته په وده وركولو كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه په دوستانه او خوشګوار ماحول كښې ملاقات شوې٬ په اميريديوان كښې ملاقات د يو ساعت نه زيات جاري ٶ٬ دواړو مشرانو په اوسني سيمه ايز او نړيوال پېشرفت تفصيلي خبرې وكړې٬ په خاص توګه د مېنځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قطر امير د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي هركلے وكړو او په منطقه كښې تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره يۍ د سفارتي مکالمې په وده كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه وكړه كوم چې سيمه ايزې سلامتيا او استحکام لپاره اهم دے۔وزيراعظم په دې موقع د قطر او نورو خليجي هېوادونو په ضد د بريدونو غندنه وكړه او د قطر قيادت او اولس ته ئې د پاكستان لخوا د بشپړه يووالي او ملاتړ باور وركړو۔ دواړو مشرانو په تاٶ تريخوالي كښې د كمي د هلو ځلو ملاتړ او په نړيواله كچه همكارۍ ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو دغسې چې په منطقه كښې امن او استحکام باوري كړې شي٬ په خاص توګه د توان رسنې په لړ كښې تسلسل په ځائ ساتلو هم زور راوړې شو۔ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو هم جاج واخست او دې ته لا وده وركولو لپاره ئې په تګلاره هم غور وكړو، په خاص توګه امنيت، دفاع او د توان په څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو له سلا يوه شوه دغسې چې همكاري مضبوطه كړې شي او د شريكې مرستې نوې موقعې پېدا شي۔ په ملاقات كښې د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شيخ بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني، د اميري ديوانمشر الخليفي او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د پاکستان په پلاوي كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ،د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي اور نور چارواكي شامل وو۔ د قطر امير او وزيراعظم شهباز شريف ترمېنځه ون آن ون ملاقات هم شوې چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه پرله پسې رابطو او د مشاورت په اهميت زور راوړلې سو۔ د ملاقات نه وروسته د قطر امير د وزيراعظم او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا هم وكړه۔










