ځوانان د هر قام قېمتي سرمايه وي٬ دوي په پاليسي سازۍ او جمهوري عمل كښې شاملول د وخت اهم ضرورت دے:سردار اياز صادق

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ديوتھ پارليمنټ آف پاکستان لخوا د ځوانانو په قامي او نړيواله كچه موثره نمائندګي ستائلو سره ويلي چې ځوانان د هر قام قېمتي سرمايه وي٬ دوي په پاليسي سازۍ او جمهوري عمل كښې شاملول د وخت اهم ضرورت دے۔ د قومي اسمبلي سيکرټرېټله مخې سپيکر د ECOSOCيوتھ فورم 2026 چيئرمېن ابرار الحق او صدر عبيدالرحمن قرېشي ته د …

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ديوتھ پارليمنټ آف پاکستان لخوا د ځوانانو په قامي او نړيواله كچه موثره نمائندګي ستائلو سره ويلي چې ځوانان د هر قام قېمتي سرمايه وي٬ دوي په پاليسي سازۍ او جمهوري عمل كښې شاملول د وخت اهم ضرورت دے۔ د قومي اسمبلي سيکرټرېټله مخې سپيکر د ECOSOCيوتھ فورم 2026 چيئرمېن ابرار الحق او صدر عبيدالرحمن قرېشي ته د ايونټ په كاميابه تابيا پيشګي مبارکي وركولو سره ووئيل چې دا ډول اقدامات ځوانانو ته په نړيواله كچه د خپلو صلاحيتونو د څرګندولو موقع وركوي۔ په دې موقع سپيكر اياز صادق ووئيل چې په دې ايونټ كښې د قامي اسمبلۍ غړو په خاص توګه د ينګ پارليمنټرينز فورم غړو ګډون ځوانان په قامي چوكاټ كښې د شاملولو د عزم ښكاره څرګندونه ده۔ سپيکر سردار اياز صادق په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي دې د هېواد روښانه سباٶن لپاره خپل صلاحيتونه كارولو سره فعاله كردار ولوبوي۔ ده د ايونټ انتظاميه او ګډون كوٶنكو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې دا اقدام به په جمهوري عمل كښې د ځوانانو شموليت او د دوي مثبت كردار لا روښانه كړي۔

مزید خبریں