وزيراعظم شهباز شريف شهزاده بن سلمان سره ملاقات كښې د سعودي عربستاند غېر معمولي صبر او زغم ستائنه وكړه: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابيوئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريفد د سعودي عربستاند سرکاري دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره په ملاقات كښې د اوسني سيمه ايز تاٶ تريخوالي په تناظر كښې سعودي عرب سره د بشپړه يووالي او ملاتړ څرګندونه كړې او د سعودي عرب لخوا د غېر معمولي صبر و تحمل ستائنه يۍ كړې۔ …

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابيوئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريفد د سعودي عربستاند سرکاري دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره په ملاقات كښې د اوسني سيمه ايز تاٶ تريخوالي په تناظر كښې سعودي عرب سره د بشپړه يووالي او ملاتړ څرګندونه كړې او د سعودي عرب لخوا د غېر معمولي صبر و تحمل ستائنه يۍ كړې۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل وزيراعظم شهباز شريف ولي عهد د پاکستان د امن هلو ځلو نه هم خبر كړو چې په نتيجه كښې ئې د امريكې او ايران ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوه او په اسلام آباد كښې د امريکې او ايران ترمېنځه اوسني تاريخي مذاكرات شوي۔ وياند ووئيل چې د سعودي ولي عهد د امن په عمل كښې د پاکستان د ګټور كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظمد سعودي عرب لخوا د پاکستان معاشي استحکام لپاره په پرله پسې ملاتړ د ولي عهد د زړه د خلاصه مننه وكړه۔ وياند ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه يو ځانګړې تعلق دے او پاکستان۔سعودي عرب د ستراتېژك شريك دفاعي تړون له مخې ستراتېژك دفاعي شراكتدار دي۔ وياند ووئيل وزيراعظم شهباز شريفد 15 نه تر 18 اپرېلپه مهال د سعودي عرب، قطر او ترکيه په سرکاري دوره دے۔ ده ووئيل چې سعودي عرب او د قطر دورې د دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښې كېږي او د تركيه دوره د انطاليهډپلوميسي فورم پنځمې غونډې په لړ كښې كېږي چرته چې به وزيراعظم نورو نړيوالو مشرانو سره په ليډرز پينل كښې ګډون كوي او په فورم كښې به د پاکستان موقف وړاندې كوي۔