پاکستان واشنګټن او تهران سره د پرله پسې رابطو د لارې د خبرو اترو ډاډګيرنه كړې ده: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)پاکستان د امريکې او ايرانترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمي٬ د جنګ بندۍ هڅې او د پراخه استحكام ودې لپاره د خپلو ګټورو سفارتي هلو ځلو له امله ستائېلې شي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې پاکستان واشنګټن اوتهران سره د پرله پسې رابطو د لارې د خبرو اترو ډاډګيرنه كړې ده٬ د پيغامونو …

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)پاکستان د امريکې او ايرانترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمي٬ د جنګ بندۍ هڅې او د پراخه استحكام ودې لپاره د خپلو ګټورو سفارتي هلو ځلو له امله ستائېلې شي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې پاکستان واشنګټن اوتهران سره د پرله پسې رابطو د لارې د خبرو اترو ډاډګيرنه كړې ده٬ د پيغامونو تبادله يۍ آسانه كړې او بامعني مذاکراتو لپاره يۍ د سازګار ماحول پېدا كولو هڅه كړې ده۔ وياند ووئيل چې دا لائحه سيمه ايز استحکام او نړيوال امن لپاره د پاکستان د مستقل عزم عکاسي کوي كوم چې پېچلې جغرافيائي و سياسي چيلنجز او د شخړو هواري لپاره اصولي او په خبرو اډانه سفارتکارۍ ته د ترجيح وركولو مظهر دے٬ ده ووئيل چې په دې تناظر كښې د وزيراعظم شهباز شريفاو چيف آف ډيفنس فورسز و چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې او د نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډارفعال شموليت سره پاکستان اړوند ډلو سره د خپل سهولت كار كردار له مخې د رابطو اوپن ذريعې په ځايې ساتلې دي ۔ وياند ووئيل وزيراعظم او نائب وزيراعظم دا مهال دمهمو سيمه ايزو هېوادونو په دوره دے او چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف تېره ورځ تهران ته رسېدلے۔ ده ووئيل په مجموعي توګه دا اقدامات د پاکستان د ھغه اوږدې مودې د موقف عکاسي كوي چې تل پاتې امن د خبرو اترو او مرستې د لارې ممكن دے۔ وياند ووئيل دا يو داسې نقطه نظر دے كوم چې په سفارتي حلقه جات كښې د ګټور او استحکام وړ كردار له امله تسليم كړے شوے دے۔