د وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات٬ په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت تفصيلي خبرې

دوحه16اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په قطر او نورو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه كولو سره د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي او ملاتړ باور وركړې او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثانيپه منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمي او سفارتي مكالمې ته په وده وركولو كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم …

دوحه16اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په قطر او نورو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه كولو سره د قطر قيادت او اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي او ملاتړ باور وركړې او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثانيپه منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمي او سفارتي مكالمې ته په وده وركولو كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه په دوستانه او خوشګوار ماحول كښې ملاقات شوې٬ په اميريديوان كښې ملاقات د يو ساعت نه زيات جاري ٶ٬ دواړو مشرانو په اوسني سيمه ايز او نړيوال پېشرفت تفصيلي خبرې وكړې٬ په خاص توګه د مېنځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قطر امير د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي هركلے وكړو او په منطقه كښې تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره يۍ د سفارتي مکالمې په وده كښې د پاکستان د کليدي کردار ستائنه وكړه كوم چې سيمه ايزې سلامتيا او استحکام لپاره اهم دے۔ په ملاقات كښې د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شيخ بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني، د اميري ديوانمشر الخليفي او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د پاکستان په پلاوي كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ،د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي اور نور چارواكي شامل وو۔ د قطر امير او وزيراعظم شهباز شريف ترمېنځه ون آن ون ملاقات هم شوې چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه پرله پسې رابطو او د مشاورت په اهميت زور راوړلې سو۔ د ملاقات نه وروسته د قطر امير د وزيراعظم او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا هم وكړه

مزید خبریں