اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د ايران په پايه تخت تهران كښې پاکستان سره اظهار تشكر لپاره د لاريون اهتمام وشو۔ د تفصيلاتو له مخې د ايران وګړو ووئيل چې پاکستان كښې چې كوم لاريون او ملاتړ مونږ وينو ھغه زمونږ لپاره د فخر وړ دے٬ مونږ به د پاكستان مينه او ملاتړ كله نه هېروٶ٬ دوي ووئيل چې پاکستان تل د ايران وګړو سره ولاړ پاتے شوے …
تهران كښې پاکستان سره اظهار تشکر لپاره لاريون
اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د ايران په پايه تخت تهران كښې پاکستان سره اظهار تشكر لپاره د لاريون اهتمام وشو۔ د تفصيلاتو له مخې د ايران وګړو ووئيل چې پاکستان كښې چې كوم لاريون او ملاتړ مونږ وينو ھغه زمونږ لپاره د فخر وړ دے٬ مونږ به د پاكستان مينه او ملاتړ كله نه هېروٶ٬ دوي ووئيل چې پاکستان تل د ايران وګړو سره ولاړ پاتے شوے دے ٬ د پاكستاني وګړو د مينې نه ډك پېغام ترلاسه شوے دے۔ دوي ووئيل د پاكستان اولس چې كومې جذبې او استقامت سره زمونږ ملاتړ كړے ھغه د ستائنې وړ دے، مونږ د پاكستاني اولس د بشپړه ملاتړ مننه كوٶ او دوي ته سلام وړاندې كوٶ۔










