اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)صنعت او پيداوار لپاره د وزيرِاعظمخاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د ايس ايم اي کلسټرز او د اهمو هېوادو د ټريډ اينډ انويسټمنټ افسرانو ګډون وكړو٬ چې مقصد ئې برآمداتو كښې اضافه او د پاكستان د كوچنۍ او مېنځنۍ درجے كاروباري ادارو په نړيواله كچه موجودګۍ ته د پراختيا وركولو د امكاناتو جاج واخستے شو۔ په …
د هارون اختر خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د برامداتو او كوچني كاروبار په نړيواله كچه د موجودګۍ امكاناتو جاج واخستے شو
اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)صنعت او پيداوار لپاره د وزيرِاعظمخاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د ايس ايم اي کلسټرز او د اهمو هېوادو د ټريډ اينډ انويسټمنټ افسرانو ګډون وكړو٬ چې مقصد ئې برآمداتو كښې اضافه او د پاكستان د كوچنۍ او مېنځنۍ درجے كاروباري ادارو په نړيواله كچه موجودګۍ ته د پراختيا وركولو د امكاناتو جاج واخستے شو۔ په غونډه كښې د چين، بنګله ديش، ماليزيا، آسټراليا، انډونيزيا او د هانګ کانګد ټريډ اينډ انويسټمنټ افسرانو نه علاوه د صنعت و پيداوار ايډيشنل سيکرټري اسد اسلام مهني، د سميډا سي اي او ناديه جے سيټھ او ګرد هېواد څخه د ايس ايم اي کلسټرز نمائندګانو ګډون وكړو۔ هارون اختر خان ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے چې مائيکرو، سمال او ميډيم انټرپرائزز ته نړيوال ماركيټ ته رسنه وركول او د دې د دې برامدات زيات كړې شي۔ ده ووئيل چې سميډا په پاکستان كښې د ايم ايس ايم ايز ترقۍ او معاشي استحکام لپاره فعال کردار لوبوي۔ ده ووئيل چې پاکستان كښېپه ايس ايم ايز كښې”ميډ اِن پاکستان”مصنوعات په نړيواله كچه د برآمد كولو بلها صلاحيت لري، نامياتيمالګه، شات او د پلاسټک مصنوعاتو په څېر څانګو كښې د موثره معاونت د لارې خپل برامداتو كښې اضافه كولې شو۔ په دې موقع د يو شمېر اړوند چارو هم جاج واخستې شو۔










