وزير مملکت فهد هارون سره الماني سفير وليدل

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملکت فهد هارون سره په پاکستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفير اِنا ليپل ليدلي٬ د ملاقات په مهال دواړو دډيجيټل پليټ فارمز په بدلېدونكې نړيواله منظرنامه د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د ډيجيټل ميډيا څانګه كښې رامخې ته كېدونكې موقعو او چېلنجونو ته خاص پام وكړے شو۔ دوي د ناسمو خبرونو او بې لارې كوٶنكو …

اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي)ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملکت فهد هارون سره په پاکستان كښې د وفاقي جمهوريه المان سفير اِنا ليپل ليدلي٬ د ملاقات په مهال دواړو دډيجيټل پليټ فارمز په بدلېدونكې نړيواله منظرنامه د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د ډيجيټل ميډيا څانګه كښې رامخې ته كېدونكې موقعو او چېلنجونو ته خاص پام وكړے شو۔ دوي د ناسمو خبرونو او بې لارې كوٶنكو معلوماتو مخه نيولو ٬آنلائن تحفظ ته وده وركولو او د ډيجيټل پليټ فارمز د غېر قانوني استعمال مخنيوي پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د المان د سفارت د مواصلاتو٬ كلتوري چارو او پروټوکول څانګې مشريان جيرالډ کراوسر هم موجود ٶ۔