اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د طالبان رجيمد انتهاپسندانه سوچ اوغېر قانوني اقداماتو په ضد په افغان خاوره غږ پورته كېږي٬ د دې رجيم جابرانه پاليسو افغانستان په نړيواله كچه تنهائۍ ته ټېله كړې دې چې ورسره اولسي كركه لا زياته شوې ده۔ د افغان ميډيا افغان انټرنېشنل له مخې د نېشنل ريزسټنس فرنټ لارښود احمد مسعود ويلي چې په افغانستان كښې د طالبانو ظالمانه دورختمېدو ته نزدې دې٬ د …
د افغان طالبان رجيم په ضد د هېواد په كچه تحريکونه په زور كښې دي٬ په اولسي كركه كښې اضافه
اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د طالبان رجيمد انتهاپسندانه سوچ اوغېر قانوني اقداماتو په ضد په افغان خاوره غږ پورته كېږي٬ د دې رجيم جابرانه پاليسو افغانستان په نړيواله كچه تنهائۍ ته ټېله كړې دې چې ورسره اولسي كركه لا زياته شوې ده۔ د افغان ميډيا افغان انټرنېشنل له مخې د نېشنل ريزسټنس فرنټ لارښود احمد مسعود ويلي چې په افغانستان كښې د طالبانو ظالمانه دورختمېدو ته نزدې دې٬ د طالبان رجيم د تسلط په ضد د اولسي تحريكونو اتحاد او همكاري بهترينه لائحه ده۔ د افغان ميډيا له مخې احمدمسعود د طالبانو د كوم متبادل د نشتوالي دعوی مسترد كولو سره دا د اړي ګړي خپرولو منظمه لائحه وګرځوله۔ احمد مسعود ووئيل بېلېافغان سياسيډلې د طالبان رجيم په ضد په بنيادي اصولو متفق دي، زمونږ اصل طاقت اولس دے٬ دوي دېد طالبان رجيم په سازشي پروپيګنډه غوږ نه ګروي٬ د پوهانو له مخې طالبان د اولسي مينډيټ په ځائ د ټوپك په زور اقتدار ترلاسه كړے كوم چې د نړۍ يو قانون هم جائز نه ګرځوي٬ دا يو عېر قانوني رجيم دے، د افغان طالبان رجيم ناکامي او د شدت پسندو د سرپرستۍ په ضد افعان اولس قهرېدلې دي۔










