د تركيه په انطاليه ښار كښې په 17 اپريل كيدونكې د خارجه وزيرانو غونډې له سفارشات چمتو كړې شول: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې د پاکستان، سعودی عرب، ترکیه او مصر اعلیٰ چارواكو په اسلام آباد كښې شوې اوسنۍ غونډه كښې د همكارۍ مهمو څانګو جاج واغستے شو او په 17 اپرېل د تركيه په انطاليه ښار كښی كېدونكې د خارجه وزيرانو غونډې سفارشات چمتو كړې شول۔ د زيارت په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل چې د پاکستان، …

اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې د پاکستان، سعودی عرب، ترکیه او مصر اعلیٰ چارواكو په اسلام آباد كښې شوې اوسنۍ غونډه كښې د همكارۍ مهمو څانګو جاج واغستے شو او په 17 اپرېل د تركيه په انطاليه ښار كښی كېدونكې د خارجه وزيرانو غونډې سفارشات چمتو كړې شول۔ د زيارت په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل چې د پاکستان، سعودی عرب، ترکیه او مصر اعلی چارواكو داغونډه په 14 اپرېل دلته په اسلام آباد كښې وشوه۔ ده ووئيل دا غونډه اسلام آباد كښې په 29 مارچ د خارجه وزيرانو له مشاورتي غونډې څخه وروستو وشوه۔ وياند ووئيل چې د پاكستان لخوا ما په غونډه كښې د خپل پلاوي مشري وكړه۔ ده ووئيل مونږ د همكارۍ مهمو څانګو جاج واغست او په 17 اپرېل 2026 د تركيه انطاليه ښار كښې كېدونكو د خارجه وزيرانو غونډې له مو سفارشات چمتو كړل۔ وياند ووئيل چې چارواكو نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار او خارجه سېكتر امنه بلوچ سره هم ملاقات وكړو په كومو كښې چې د څلورو واړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د اعلې كچې رابطو په جاري ستلو زور راوړلے شو