وزیراعظم شهباز شریف دوحه ته ورسېد

دوحه 16 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د قطر په دوره د زيارت په ورځ دوحه ته رسېدلے٬ د قطر د خارجه چارو وزیر مملکت سلطان بن سعد المریخي د وزیراعظم او د پاکستاني پلاوي تود هركلے وكړو٬ وزیراعظم او د پاکستان پلاوي ته د قطر د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې سلامي وړاندې كړه۔ وزیراعظم او د پاکستان پلاوي د راتګ په مهال د دوحه هوائي …

دوحه 16 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د قطر په دوره د زيارت په ورځ دوحه ته رسېدلے٬ د قطر د خارجه چارو وزیر مملکت سلطان بن سعد المریخي د وزیراعظم او د پاکستاني پلاوي تود هركلے وكړو٬ وزیراعظم او د پاکستان پلاوي ته د قطر د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې سلامي وړاندې كړه۔ وزیراعظم او د پاکستان پلاوي د راتګ په مهال د دوحه هوائي مېدان او ښار د پاكستان په بېرغونو ښائسته كړې شوې ٶ۔ وزیراعظم به د قطر امير شېخ تمیم بن حمد الثانې سره دوه اړخيزه ملاقات كوي او د پاکستان منطقې او نړيوال امن لپاره د جاري هلو ځلو په اړه به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر اسحاق ډار،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، خاص مرستيال طارق فاطمي او نړيوالې ميډيا لپاره د وزیراعظم وياند مشرف زیدي هم وزیراعظم سره دے۔