وزيراعظم شهباز شريف به د سعودي عربستان له دورې وروستو نن قطر ته رسي

جدہ۔16اپرېل(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف به د سعودي عربستان له دورې وروستو نن د زيارت په ورځ د قطر په دوره دوحه ته رسي٬ د اعلی كچې پلاوې به هم وزيراعظم سره وي۔ د دورې په مهال به دوه اړخيزه همكارۍ سره سره په منطقه كښې امن او سلامتيا سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د قطر له دورې وروستو به وزيراعظم تركيه ته ځي …

جدہ۔16اپرېل(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف به د سعودي عربستان له دورې وروستو نن د زيارت په ورځ د قطر په دوره دوحه ته رسي٬ د اعلی كچې پلاوې به هم وزيراعظم سره وي۔ د دورې په مهال به دوه اړخيزه همكارۍ سره سره په منطقه كښې امن او سلامتيا سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د قطر له دورې وروستو به وزيراعظم تركيه ته ځي چرته به چې هغه په 5 م انطاليه ډپلومېسي فورم كښې ګډون كوي۔ د فورم په مهال به وزيراعظم نړيوالو لارښودو سره په ليډرز پېنل كښې ګډون كوي او په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو به د پاكستان دريځ وړاندے كوي۔ د فورم په موقع به وزيراعظم يو شمېر ملاقاتونه كوي په كومو كښې چې د تركيه صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات هم شامل دے۔ په دې فورم كښې د پاكستان ګډون د تعميري سفارتكارۍ ٬ ګڼ اړخيزه همكارۍ او نړيوالې ورورولۍ سره په مهمو نړيوالو مسئلو د بامعني تړون عزم عكاسي كوي۔