صدر مملکت آصف علي زرداري سره د ازبکستان سفير علي شير توختايف وليدل

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د ازبکستان سفير علي شير توختايف په ايوان صدر كښې ليدلي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د ازبکستان سفير سره په خبرو كښې د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان ازبکستان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ چې بنياد ئې په مشتركه …

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د ازبکستان سفير علي شير توختايف په ايوان صدر كښې ليدلي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د ازبکستان سفير سره په خبرو كښې د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان ازبکستان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ چې بنياد ئې په مشتركه تاريخ٬ كلتور او شريك باور اډانه دے۔ ده په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو د مثبت سمت ستائنه كولو سره صدر شوکت مرزيوئيف لپاره د نېكو هيلو پېغام ولېږلو۔ صدر مملکت کنيکټيويټي سيمه ايز معاشي انضمام لپاره د مركزي اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل چې د پاکستان، ګوادر او د کراچۍ د بندرځايونو د لارې تر ګرمو اوبو مختصر ترين رسنه وركوي۔ ده د ټرانس افغان ريلوے منصوبې بشپړولو لپاره د پاكستان د ملاتړ څرګندونه هم وكړه۔ په دې موقع د ازبکستان سفير په تود هركلي د صدر مملكت مننه وكړه او پاكستان سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د ازبکستان د عزم پخلې وكړو۔ ده منطقه او په نړيواله كچه امن ته وده وركولو لپاره د پاکستان د وړومبي صف كردار په اعتراف كښې د ازبكستان قيادت لخوا تعريفي پېغام هم ورسولو۔ د ازبکستان سفير د خپل صدر لخوا صدر آصف علي زرداري ته د ازبکستان دورې بلنه ذكر هم وكړو٬ په كوم چې صدر مملكت امر وكړو چې د سږني كال په پائې زما د ازبكستان دورې لپاره دې تيارۍ ترسره كړې شي