راتلونكې لس كلونو كښې د تجديد وړ توان ذريعو څخه د 90 فيصده انرژۍ ترلاسه كولو هدف مقرر كړے شوے دے ۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د سي ايف ايم سي اے 15مې وزارتي غونډې ته وېنا

واشنګټن ډي سي 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي راتلونكې لس كلونو كښې د تجديد وړ توان ذريعو څخه د 90 فيصده انرژۍ ترلاسه كولو هدف مقرر كړے شوے دے۔ ده دا خبره د نړيوال بېنك او د آئي ايم ايف د پسرلي موسم 2026 غونډې په درېمه ورځ کواليشن آف فنانس منسټرز فار کلائميټ ايکشن (سي ايف ايم سي اے) 15مې …

واشنګټن ډي سي 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي راتلونكې لس كلونو كښې د تجديد وړ توان ذريعو څخه د 90 فيصده انرژۍ ترلاسه كولو هدف مقرر كړے شوے دے۔ ده دا خبره د نړيوال بېنك او د آئي ايم ايف د پسرلي موسم 2026 غونډې په درېمه ورځ کواليشن آف فنانس منسټرز فار کلائميټ ايکشن (سي ايف ايم سي اے) 15مې وزارتي غونډه كښې ”ماحولياتي اقداماتو ته وده وركول، د روزګار او مسابقت ذريعه جوړولو” په موضوع نشست ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د پاكستان په ماحولياتي لچك كښې په بهترۍ رڼا اچولو سره ووئيل چې د 2022 د تباه كن سېلاب په مهال پاکستان له په سمدستي توګه نړيواله مرسته ترلاسه كول شول او د كال 2025 په مهال هم د ھغه نوعيت د افت په وخت هېواد خپلو وسائلو څخه ريليف وركړې كوم چې په تېره موده كښې په مالياتي استحکام كښې د بهترۍ څرګندونه ده۔ محمد اورنګزېب د پاکستان مالياتي نظام ماحول دوست جوړولو لپاره د اقداماتو ذكر وكړو چې پكښې د مركزي بېنك لخوا جاري كړې شوې ګرين ټيکسونومي ګائيډ لائنز شامل دے۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال تقريباً 8,000 ميګاواټ د لمر توان صلاحيت لري او په راتلونكې لس كلونو كښې د تجديد وړ توان ذريعو څخه د 90 فيصده انرژۍ ترلاسه كولو هدف مقرر كړے شوے دے۔ ده د ماحولياتي ماليات په څانګه كښې پاکستان سره په پرله پسې مرسته د نړيوالو شراكتدارو مننه وكړه او په دې لړ كښې ئې په خاص توګه د آئي ايم ايف ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فيسلټي او د نړيوال بېنك ګروپ د کنټري پارټنرشپ فريم ورك ذكر وكړو