اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي)د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي چې توان،رائټ سائزنګ،ټبکس، د پورونو انتظام وانصرام او په نورو څانګو كښې به د اصلاحاتو پروګرام جاري وي٬ تر جون كال 2026 د ټولو حكومتي ادائيګوډيجيټائز كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د شورو په ورځ خپله مركه كښې ده ووئيل نړيوال مالياتي فنډ سره په سټاف لېول لوظنامه شوې ده او هيله لرو چې تر مئي به د …
توان،رائټ سائزنګ،ټيکس، د پورونو انتظام وانصرام او نورو څانګو كښې بهاصلاحات جاري وي:خرم شهزاد
اسلام آباد15اپرېل (اے پي پي)د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي چې توان،رائټ سائزنګ،ټبکس، د پورونو انتظام وانصرام او په نورو څانګو كښې به د اصلاحاتو پروګرام جاري وي٬ تر جون كال 2026 د ټولو حكومتي ادائيګوډيجيټائز كولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د شورو په ورځ خپله مركه كښې ده ووئيل نړيوال مالياتي فنډ سره په سټاف لېول لوظنامه شوې ده او هيله لرو چې تر مئي به د آئي اېم اېف بورډ غونډه كښې د دې منظوري وركړې شي او د دې نه پس به پاکستان ته د 1.2اربهډالرو قسط جاري شي۔ ده ووئيل چې د سټاف لېول لوظنامه ھغه وخت كېږي كله چې ټول پيراميټرز او هدفونه ترلاسه شوې وي۔ ده ووئيل د پي آئي اے نجکارۍ نه پس دا عمل تند كړې شوې دې٬ پرون اړوند بورډ د درې ډسکوز د نجکارۍ منظوري وركړې ده٬ دغسې روزويلټهوټل لپاره د مالياتي سلاحكار تقررۍ ته حتمي شكل وركړې شوې دے٬ فيصل آباد،ګوجرانواله او د اسلام آباد ډسکوز نجکاري كېدونكې ده، د دې د ټرانزېکشنډھانچې منظوري هم وركړې شوې ده۔ خرم شهزاد ووئيل د آئي ايم ايف موجوده پروګرام د دريو كالو دے چې له مَخې به ئې د 7.2اربهډالرو مالي معاونت ترلاسه شي۔ خرم شهزاد ووئيل چې د مجموعي ټېكس وصولۍ كښې د وفاق برخه زياته ده مونږ هيله لرو چې صوبې به خپله برخه كښې اضافېلپاره هڅې جاري وساتي، زرعي انکم ټيکس کلېکشند صوبو ذمه واري ده او په دې بشپړه عملدرامد سره به وصولۍ كښې بهتري راشي او د جيډي پي تناسب سره به د ټېكسونو شرح زياته شي۔











