اسلام آباد 15اپرېل(اے پی پی)د قامي پیغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د ايران٬امريكې او اسرائيل ترمينځه اوسنے تاؤ تريخوالے٬ په عرب اسلامي هېوادونو ميزائل و ډرون بريدونه٬سيز فائر او د دې نه پس د شوو خبرو اترو له امله دا مهال د ټولې نړۍ پام اسلام آباد پلو دے۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل …
پاكستان به د اسلامي نړۍ اتحاد مشن روان ساتي٬اسلام آباد كښې شوې د ايران٬امريكې خبرې په منطقه كښې امن لپاره مهم پېشرفت دے۔حافظ طاهر محمود اشرفي
اسلام آباد 15اپرېل(اے پی پی)د قامي پیغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د ايران٬امريكې او اسرائيل ترمينځه اوسنے تاؤ تريخوالے٬ په عرب اسلامي هېوادونو ميزائل و ډرون بريدونه٬سيز فائر او د دې نه پس د شوو خبرو اترو له امله دا مهال د ټولې نړۍ پام اسلام آباد پلو دے۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب٬قطر او تركيې اوسنې دورې٬اسلام آباد كښې شوې خبرې په منطقه كښې امن لپاره مهم پېشرفت دے۔ده ووئيل كله چې دا جنګ پیل شو نو د پاكستان مشرتابه چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف٬فيلډ مارشل عاصم منير او خارجه وزير اسحاق ډار شامل وو٬د سعودي عرب دورې كولو سره هلته مشرتابه په خاص توګه محمد بن سلمان سره مشاورت وكړو چې په نتيجه كښې يې د امت يو والې په ځاے پاتي شو او د امن عمل پېل شو د كومې ميوې چې نن رامخې ته كيږي۔حافظ طاهر اشرفي ووئيل چې څنګه څنګه د منطقې جنګ حتمي پلو ځي هيله ده چې د امن شمع به د اسلام آباد نه بلېږي او د پاكستان مشرتابه اوسنو دورو مثبت اثرات به ډېر زر رامخې ته شي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د اسلامي نړۍ اتحاد مشن روان ساتي او انشاﺀ الله دا هڅه به ډېره زر كاميابۍ ته ورسي۔











